بنیاد خیریه امام غزالی (رح)

ـ د امام غزالي خيريه بنسټ له لورې د روژې مبارکې مياشتې په مناسبت دغزني ولايت د ګيلان ، مقر ، ناوې او اب بند ولسواليو له درى سوه ( ٣٠٠ ) اړمنو او بې وزله کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه ـ په ياده مرسته کې هرې کورنۍ ته يوه بوجۍ پنځوس (٥٠) کيلويې اوړه او يوقوتى پنځه ( ٥ ) ليتره غوړي ورکړل شو ـ د يادونې وړ ده د امام غزالي خيريه بنسټ اصول او پاليسي ته په پاملرنې سره ( چې دخلکو عزت او ابرو ساتنه تر هرڅه اوليت ورته لري ) نه غواړو چې د ګرانو هيوادوالو تصويرونه يا ويډيويي البم نشر کړو. لکه څرنګه چې د اسلام د سپیڅلي دين تعليمات هم دا لارښوونه کوي ، چې بهترينه صدقه هغه ګڼل کېږي ،چې کيڼ لاس هم په خبر نشې، چې راسته لاس څه ورکړي دي ؟ نو ، ګرانو هيواد والو ! ستاسو په چم او ګاونډ کې به هم همدارنګه بې وزله او اړمنې کورنۍ وي ، راځٸ د هغوى لاسنيوى او مرسته وکړٸ.

په نړۍ کې لنډه د جمعې مبارکې ورځې خطبه د سوډان هيواد اوسيدونکي ، شيخ عبدالباري المکاشفي له لورې ويل شوې ده ـ کله چې دى مبارک منبر ته پورته شو، نو ويې ژړل ; بيا يې وويل : د وږي او مسکين نس مړول د زرو جوماتونو جوړولو ثواب لري ـ مقتديانو ته يې مخ را واړاوو ورته ويې ويل صفونه برابر کړٸ ، جماعت دروو ـ د امام غزالي خيريه بنسټ له لورې له ١١٠ اړمنو کورنيو سره مرسته وشوه ـ د امام غزالي خيريه بنسټ له لورې په مرکز کابل کې د روژې مبارکې مياشتې په مناسبت له ١١٠ بيوزله کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه ـ په ياده مرسته کې هرې کورنۍ ته يوفارسل پنځوس (٥٠) کيلويې اوړه او يوقوتى پنځه ( ٥ ) ليتره غوړي ورکړل شو ـ د يادونې وړ ده د امام غزالي خيريه بنسټ اصول او پاليسي ته په پاملرنې سره ( چې دخلکو عزت او ابرو ساتنې ته لومړيتوب ورکوې ) ومو نه غوښتل ، چې د پتمنو هيوادوالو تصويرونه يا ويډيويي البم نشر کړو. لکه څرنګه چې د اسلام د سپیڅلي دين تعليمات هم دا لارښوونه کوي ، چې بهترينه صدقه هغه ګڼل کېږي ،چې کيڼ لاس هم په خبر نشې، چې راسته لاس څه ورکړي دي ؟ ګرانو هيواد والو ستاسو په چم او ګاونډ کې به هم همدارنګه بې وزله او اړمنې کورنۍ اوسيږي ، راځٸ د هغوى لاسنيوى او مرسته وکړٸ . زموږ ډيره لږه خواخوږي هم د هغوى پر شونډو دخندا سبب کيداى شي ـ بې وزله هيواد وال مو مه هيروٸ ـ امام غزالي خيريه بنسټ ـ

0093711332020